پنجشنبه, ۳۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په اوولس کلنه واکمنۍ کې یې هم اسلام بریالی نه و او اوس هم اسلام ماتې نه ده خوړلې
بسم الله الرحمن الرحيم
په اوولس کلنه واکمنۍ کې یې هم اسلام بریالی نه و او اوس هم اسلام ماتې نه ده خوړلې

خبر:

د اکرام امام اوغلو سلګونه زره پلویان د جون په ۳۰مه د استانبول د ښارګوټي تالار ته نژدې راټول شوي وو، څو د نوي ښاروال په توګه د هغه نوې دنده ونمانځي. دا په تېرو دریو میاشتو کې دویم ځل دی، چې د ټاکنو مرکزي کمېټه د مخالف لوري نوماندانو ته د تایید سند ورکوي.

تبصره:

د استانبول د ښاروالۍ په ټاکنو کې د اتاترک د ګوند (خلق-جمهوریت) غړي اکرام امام اوغلو بریا د ولسمشر رجب طیب اردوغان ګوند (عدالت-پرامختیا) ته چې ماتې یې نه منله، سخته ضربه وه. په تېره اوولس کلنه واکمنۍ دا لومړی ځل دی چې د اردوغان ګوند د استانبول په ټاکنو کې ماتې خوري.

د اردوغان ګوند پر دې سر بېره د ۲۰۱۹م کال د اپرېل د ۳۱ مې په سیمه ییزو ټاکنو کې هم په دوو لویو ښارونو (انقره او ازمیر) کې ډېری څوکۍ بایللې وې. په داسې حال کې چې اردوغان مخکې د استانبول د ښاروالۍ په اړه ویلي وو: څوک چې له ځان سره استانبول ولري، مانا دا چې ټوله ترکیه له هغه سره ده. د استانبول په ډېری ټاکنو کې د اردوغان د ګوند ماتې د هغه د شهرت کمېدل ښيي؛ ځکه له ډېر وخت راهیسې د هغه ګوند په دې نه دی توانېدلی چې په یوازې توګه ترکي دولت جوړ کړي، بلکې له نورو سیاسي ګوندونو سره هوکړې کولو ته اړ شوی دی.

د اردوغان د شهرت د کمښت یوازنی لامل هغه تګلاره ده چې د واکمنۍ پرمهال یې ګوند منلې او تصویب کړې ده. ګوند یې په داسې حال کې د اسلامي احساساتو چیغې وهي، چې تل یې له اتاترک څخه پاتې شوی سېکولر سیستم پلی کړی دی. د عدالت او پراختیا ګوند ډېری مهال د موډرن اسلام هغه بېلګه بلل شوې، چې له پخوا راهیسې په واک کې ده. له کلونو راهیسې د اردوغان ګوند په واک کې د پاتې کېدو علت د نوموړي ګوند رښتینولي نه، بلکې امریکایي ملاتړ دی. امریکا په ترکیه کې د انګریزانو د هغه نفوذ ختمول غواړي، چې لسګونه کلونه یې د اتاترک د ګوند (خلق-جمهوریت) په واسطه ساتلی و. د ترکیې مسلمانان بیا د دې خلاف ورځ تربلې د اردوغان له تش په نامه ژمنو او اسلامي احساساتو څخه ناهیلي کېږي.  

ځینې کارپوهان د استانبول د ټاکنو پایلې د اسلام ماتې بولي؛ خو د اردوغان ملاتړي بیا استدلال کوي چې د جولای د ۲۳مې ټاکنو دوی اړ کړل، چې د محمد صلی الله علیه وسلم او ابوجهل ترمنځ یو کس وټاکي. موږ بیا وایو، چې د اردوغان اوولس کلنه واکمني د اسلام بریا نه وه؛ ځکه په ټاکنو کې د اردوغان له هرې بریا وروسته به دا ویل کېدل چې اسلام پال واک ته ورسېدل، خو اسلام هېڅکله هم واکمن نه شو.

    

 د استانبول نوي ټاکل شوي ښاروال اکرام امام اوغلو د جون په ۳۰مه خپلو ملاتړو ته د خبرو پرمهال وویل: د استانبول خلکو له ډیموکراسۍ څخه سرغړوونکو ته ښه درس ورکړل. نن موږ ویلی شو چې، ژوندی دې وي جمهوریت! ژوندۍ دې وي ډیموکراسي!

د یادونې وړ ده چې اردوغان په ترکیه کې خپله هره ټاکنیزه بریا د ډیموکراسۍ بریا بللې. په حقیقت کې دواړه مخالف ګوندونه د ډیموکراسۍ، سېکولرېزم او کپیټلېزم له ارزښتونو څخه دفاع کوي او دا هغه څه دي چې له مسلمانانو او د ترکیې له خلکو څخه پردي دي. اردوغان به د اتاترک د مړینې په هر تلین کې د هغه قبر ته نژدې ودرېد او خلکو ته به یې په ترکیه کې د سېکولرېزم په پاتې کېدو ډاډ ورکاوه. له همدې امله موږ په ترکیه نه تېر اوولس کلونه د اسلام بریا بولو او نه هم د استانبول د ښاروالۍ له ټاکنو وروسته اسلام ناکام بللی شو.

په پایله کې وایو، چې د هرې ورځې په ترېدو سره د ترکیې مسلمانان خپل سېکولر او پانګوال افکار په اسلامي مفاهیمو سره مینځي او لرې نه ده چې یوه ورځ به په ترکیه کې د رښتینو اسلامپالو په واکمنېدو سره اسلام هم واک ته ورسېږي.  

په اکراین کې د حزب التحریر د مرکزي دفتر ریس ( فاضیل امزویا) لخوا

 د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې